BBC News, پښتو - کور پاڼه

  • ترییر تاریخي ښار دی او تر یو لک پنځوس زره اوسېدونکي لري.

    جرمني کې د موټر برید کې ۴ کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول

    د جرمني لوېدیځ ته په ترییر ښار کې د پلیو کسانو په لار د ګاډي خېږولو سره څلور کسان ووژل شول، چې یو پکې ماشوم دی. د ترییر ښاروال ولرام لییه دې پېښه کې د ۱۵ کسانو د ټپي کېدو خبره کوي.

  • د نړۍ تر ټولو شتمن کس د ذهن لس خبرې

    جېف بیزوس د ځمکې په مخ تر ټولو شتمن سړی دی. د تاریخ یو تر ټولو بریالی شرکت یې جوړ کړی او مشري یې کوي. دا به درواغ نه وي که ووایو له ښاغلي بیزوس پرته به په ګراج کې له انبار پیل شوی دا شرکت په نړیوال پرمختللي تجارت بدل شوی نه و.

  • 'کابل هوا د معیاري حالت درې برابره ډېره ککړه شوې'

    د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د ژمي په پیلېدو سره په کابل کې هوا له خپل معیاري حالته درې برابره ډېره ککړه شوې ده. د دغې ادارې په وینا وروستۍ څېړني یې ښيي، چې د کابل په یو شمېر سیمو کې هوا چې معیاري حالت یې ۵۰ درجې ګڼل کېږي، اوس یې د ککړتیا کچه تر ۲۰۰ درجو پورې لوړه شوې ده.

  • چین افغانستان کې د اسټرالیايي پوځ چلن په اړه د خپل چارواکي د ټویټ دفاع کړې

    چین له هغه وروسته چې اسټرالیا چارواکو یې یوه (ناخوښ) ټویټر پیغام ته سخت غبرګون وښود، دا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو له جنګي جرمونو بل لور ته (د خلکو پام اړولو لپاره) د اسټرالیا یوه هڅه بللې. اسټرالیا له چینه غوښته چې د دې ټویټر پیغام له کبله بښنه وغواړي.

  • له لویې لارې د خځنده تېرېدو لپاره پل چمتو شوی

    هندي چارواکو د دغه هېواد په غرني اترکنډ ایالت کې د خځنده وو او نورو کوچنیو ځنګلي ژویو لپاره د یوې لویې لارې پر سر چې معمولاً ګڼه ګوڼه پرې خورا ډېره وي، یو کم ساری پل جوړ کړی دی.

  • ایټالیا ولې اپل شرکت ۱۰ میلیون یورو جریمه کړ؟

    ایټالیايي چارواکو د اپل شرکت دا ادعا تېر اېستونکې بللې چې ځینې ایفونونه یې د اوبو په وړاندې مقاومت لري او د همدې ادعا له کبله یې دا شرکت ۱۰ میلیون یورو جریمه کړی دی.

  • د نړۍ "تر ټولو یوازې" فیل له پاکستان نوي کور کمبوډیا ته ولېږدول شو

    پاکستان کې هغه فیل چې ډېر وزن لري او د نړۍ په تر ټولو یواځې فیل مشهور دی خپل نوي کور کمبوډیا ته ولېږدل شو. د کاون په نوم دې فیل ۳۵ کاله د اسلام اباد ژوبڼ کې تېر کړي خو د سمبالولو چارې یې بې معیاره وې او پر ۲۰۱۲ کال د خپلې ملګرې فیلې له مرګ وروسته سخت یواځې شو.

  • جو بايډن له سپي سره د لوبو پر مهال خپله پښه ماته کړه

    د امريکا ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن له خپل سپي مېجر سره د لوبو پر مهاله خپله پښه ماته کړې ده. ښاغلی بايډن چې ۷۸ کاله عمر لري د تېرې شنبې پر ورځ ښوېدلی او ښنګری يې تاو شوی دی. په وروستۍ معاينه کې ښکاري چې د ښاغلي بايډن د ښۍ پښې په منځنۍ برخه کې دوه واړه هډوکي زيانمن شوي دي.

  • امریکا: ایران بهر کې خپل نفوذ زیاتولو لپاره افغان او پاکستاني وسلوال ګوماري

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران سپاه پاسدران په بهر کې د دغه هېواد د نفوذ زیاتولو لپاره بهرني وسلوال ګوماري. دغه ادره په څو ټوېټونو کې لیکي: "سپاه د افغان شیعه یانو فاطمیون فرقه او د پاکستاني شیعه یانو زینبیون لېوا په سیمه په تېره سوریه کې له جګړې سره د مبارزې لپاره جوړه کړې ده. "

  • د امریکا تاریخ کې مالیې وزارت ته پېژندل شوې لومړنۍ مېرمن څوک ده؟

    د امریکا ټاکلي ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد په تاریخ کې اول ځل یوه مېرمن جنت یلین د مالیې وزارت لپاره معرفي کړه. ۷۴ کلنه جنت یلین اقتصاده پوهه او د امریکا د مرکزي بانک مشره پاتې شوې ده.

  • ویډیو, بکارت کتنه: بريتانيا کې يې په اړه اندېښنې, موده 3,36

    د بي بي سي نيوز بيټ، او سلو ښځو يوې پلټنې موندلې، چې بريتانوي کلينيکونه د بکارت کتنو وړانديزونه کوي، چې علمي نه ګڼل کېږي. د روغتيا نړيوال سزامان او ملګرو ملتونو په څېر نړيوالو سازمانونو دا ډول فضولي کتنې غندلې، او غواړي بنديز دې پرې ولګول شي.

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

دفاع وزارت: 'د طالبانو ماین اېښودونکې ډله' مو نیولې؛ طالبان: دا زموږ کسان نه دي

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ملي امنیت ریاست پلازمېنه کابل کې هغه ترهګره ډله نیولې چې نښلېدونکي یا چسپکي ماینونه یې اېښودل. له بلې خوا د دفاع وزارت وايي، څلور وسلوال طالبان یې نیولي چې کابل کې یې په حکومتي ګاډو پسې چسپکي ماینونه نښلول او هدفي بریدونو کې یې لاس درلود. طالبانو ویلي، په نیول شویو کې یو کس هم د دوی نه دی.

چمن کې د ولسي وګړو وژل کېدو پر ضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج

د بلوچستان په کوټه کې د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته له مړي سره احتجاج روان دی او احتجاج کوونکي غوښتنه کوي، چې د هغه ملېشه سرتېرو پر ضد دې قانوني ګام واخیستل شي،‌ چې تېر مازديګر يې هلته په ډزو کې دوه تنه وژلي او لږ تر لږه اته نور يې ټپیان کړي وو.

ډونلډ ټرمپ له ټاکنو څلور اونۍ وروسته بیا هم ځان بریالی وباله

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس خبري چینل سره مرکه کې بیا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پراخې درغلۍ خبره وکړه او فدرالي پولیس یا اېف بي ای او عدلیه وزارت یې په دې تړاو پلټنو کې په بې غورۍ تورن کړل. ښاغلي ټرمپ له ولسمشرۍ ټاکنو نږدې څلور اونۍ وروسته خپله لومړنۍ مرکه کې بیا ټینګار وکړ چې "ټاکنو کې بریالی شوی دی. "

د نړۍ مشهور فوټبال ستوری ډیېګو مراډونا د زړه حملې له کبله مړ شو

د نړۍ د فوټبال یو تر ټولو مشهور ستوری او د ارجنټاین د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ډیېګو مراډونا د زړه د حملې له کبله د شپېتو کاله په عمر په بیونس ایرس کې په خپل کور کړې مړ شو. ډیېګو مراډونا په ۱۹۸۶ کال کې د ارجنټیان د هغې ملي لوبډلې کپتان و چې په مکسیکو کې یې نړیوال جام سیالي وګټله. څو اوونۍ وړاندې په دماغو کې د وینې یوې ټوټې له کبله د نوموړي کامیاب جراحي عملیات شوي وو.

له اېچ‌ای‌وي سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې نژدې ۸ زره کسان پرې اخته دي

له اېچ ای وي سره د مبارزې پر نړیواله ورځ (ډیسمبر لومړۍ)، د افغانستان روغتیا وزارت وايي، سږ کال د کورونا وېروس له کبله رامنځته شويو محدودیتونو د اېډز ناروغانو د ثبت بهیر ټکنی کړی. د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلي شمېرو له مخې په افغانستان کې نژدې ۷ زرو او اته سوو کسان د اېچ ای وي وېروس لري.

افغانستان کې د 'تورې طلا' زڼغوزیو بیه ٪۶۰ راټیټه شوې

په افغانستان کې د زڼغوزیو (جلغوزو) کاروباریان وايي، د کورونا وبا له امله د جلغوزیو پر مارکېټ هم ناوړه اغېز شوی او د هېواد بازارونو کې یې بیې شپیته سلنه را ښکته شوې دي. تېر کال د یوه کلیو ګرام زڼغوزیو بیه تر پنځو زرو رسېده، خو سږ کال تر دوو زرو افغانیو پلورل کېږي.

چین د سپوږمۍ ډبرې ځمکې ته راوړي

ټاکل شوې چې چین سپوږمۍ ته یوه فضايي بیړۍ واستوي او له نږدې نیمې پېړۍ وروسته د لومړي ځل لپاره له هغه ځایه د نمونې په ډول ډبرې راوړي.

د بلخ لرغونې سیمې او تاریخي اثار جګړو له ګواښ سره مخ کړي

د افغانستان شمال بلخ کې جګړې او ناامنۍ د دې ولایت ګڼې لرغونې سیمې او تاریخي آثار د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ کړي. د بلخ اطلاعاتو او کلتور مسوولین وايي ډېری تاریخي او لرغوني اثار په هغو سیمو کې دي، چې اوس مهال پکې جګړه روانه ده او یا هم د دولت مخالفینو په ولکه کې دي. د دغې ادارې په وینا په دې سیمو کې جګړو او خپلسرو کیندنو ډېری لرغوني اثار د له منځه تلو تر بریده رسولي.

ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير

دا پاڼه افغان سولې ته ځانګړې شوې ده. د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې له طالبانو سره د سولې په اړه شننې، ګڼ ځانګړې مطالب او خبرونه موندلی شئ.

  • ژوندۍ د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲ ډیسمبر ۲۰۲۰

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۲ ډیسمبر ۲۰۲۰

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۲ ډیسمبر ۲۰۲۰

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • بل , ۱۳:۳۰, ۲ ډیسمبر ۲۰۲۰

  • راديويي څپې

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

    د راډیولپاره ښه غږ څه ډول وي؟

    ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ دخلکو خوښیږي او د ځینو نورو ېې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږڅنګه کیداې شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډمي یوه مسوله مدیره کیتی لوګن پدې هکله هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو ېې زیات شمیرخلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږیږي.